د صهیونیسټ رژیم وزیر وایی، مسجدالاقصی یهودیانو پورې اړه لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i40866-د_صهیونیسټ_رژیم_وزیر_وایی_مسجدالاقصی_یهودیانو_پورې_اړه_لری
د صهیونیسټ رژیم د داخلی امنیت وزیر د مسلمانانو او فلسطینیانو د احساساتو د تحریکولو لپاره په هڅو کښې ادعا وکړه: مسجدالاقصی یواځې د نړۍ د یهودیانو پورې اړه لری.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 14, 2017 10:47 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژیم وزیر وایی، مسجدالاقصی یهودیانو پورې اړه لری

د صهیونیسټ رژیم د داخلی امنیت وزیر د مسلمانانو او فلسطینیانو د احساساتو د تحریکولو لپاره په هڅو کښې ادعا وکړه: مسجدالاقصی یواځې د نړۍ د یهودیانو پورې اړه لری.

د قدس نیټ خبری ویب پاڼې د راپور په اساس، د صهیونیسټ رژیم  د داخلی امنیت وزیر ګلعاد اردان پرون د قدس په څوارلسم کنفرانس کښې چې د دغه ښار په لویدیځ کښې په یوه هوټل کښې ترسره شو، وویل: مسجدالاقصی یهودی ولس لپاره ډیر  سپیڅلئ دی او یواځې هغو پورې اړه لری.

اردان  د صهیونیسټ رژیم لخوا پر فلسطینیانو د حملو زیاتیدا، د هغوئ  کورونه ړنګول، د هغوئ نیولل او د قدس د ځینو سیمو د کلابندئ زیاتیدا وستایله او  ادعا یې وکړه: د دغو اقداماتو په اجرا کولو سره بریالی شوی، د قدس او مسجدالاقصی امنیتی حالات ښه کړی.