د صهیونیسټ رژیم وزیر وایی، مسجدالاقصی یهودیانو پورې اړه لری
Feb 14, 2017 10:47 Asia/Kabul
د صهیونیسټ رژیم د داخلی امنیت وزیر د مسلمانانو او فلسطینیانو د احساساتو د تحریکولو لپاره په هڅو کښې ادعا وکړه: مسجدالاقصی یواځې د نړۍ د یهودیانو پورې اړه لری.
د قدس نیټ خبری ویب پاڼې د راپور په اساس، د صهیونیسټ رژیم د داخلی امنیت وزیر ګلعاد اردان پرون د قدس په څوارلسم کنفرانس کښې چې د دغه ښار په لویدیځ کښې په یوه هوټل کښې ترسره شو، وویل: مسجدالاقصی یهودی ولس لپاره ډیر سپیڅلئ دی او یواځې هغو پورې اړه لری.
اردان د صهیونیسټ رژیم لخوا پر فلسطینیانو د حملو زیاتیدا، د هغوئ کورونه ړنګول، د هغوئ نیولل او د قدس د ځینو سیمو د کلابندئ زیاتیدا وستایله او ادعا یې وکړه: د دغو اقداماتو په اجرا کولو سره بریالی شوی، د قدس او مسجدالاقصی امنیتی حالات ښه کړی.
ټیګونه