ایران دفلسطین موضوع ژوندۍ ساتلې ده .
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i41192-ایران_دفلسطین_موضوع_ژوندۍ_ساتلې_ده_.
دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ د عمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم نن په بیروت کې په یولړ دستورو کې پخپلې وینا کې ټينګار کړی ، د ایران اسلامی جمهوریت نن سبا د سیمې څيره له اړوند والي پرته دقدرت اوثبات له عناصرو څخه په استفادې سره بدله کړې او دبریالیتوبونو دروازه ئې پرانیستي او دفلسطین موضوع ته ئې خوځندوالی وربخښلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 18, 2017 15:54 Asia/Kabul
  •   ایران دفلسطین موضوع ژوندۍ ساتلې ده .

دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ د عمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم نن په بیروت کې په یولړ دستورو کې پخپلې وینا کې ټينګار کړی ، د ایران اسلامی جمهوریت نن سبا د سیمې څيره له اړوند والي پرته دقدرت اوثبات له عناصرو څخه په استفادې سره بدله کړې او دبریالیتوبونو دروازه ئې پرانیستي او دفلسطین موضوع ته ئې خوځندوالی وربخښلی دی .

  قدسنا  خبری آژانس  راپورو ر کړی و شیخ نعیم قاسم دغه راز وویل وایران   له حزب ا... ولسی مبارز غورځنګه ملاتړ کوي  اوټولو عربو او مسلمانانو ته   دسیمې دخیر ښيګڼې او هوساینې او  او دثبات دټينګولو لپاره  له دغه بیرغه  داستفادې بلنه  ورکوي .

  هغه روښآنه کړې ، دلبنان حزب ا... غورځنګ   دایران له اسلامی جمهوریت سره  په ارتباط ویاړي ، ځکه چې   په دغه هیواد کې   مقاومت ، کرامت او بریالیتوب ویني .

 دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ  دعمومی منشي مرستیال   دصهونیسټ سرطاني دانې دنابودولو  لپاره  له ایران سره  دملګرتیا په ضرورت  په ټينګار سره  وویل ، اسلامی ایران  دنړۍ  د ملتونو او هیوادونو  دژغورنې لپاهر  له کومې تمې  پرته  دخپلې مرستې لاسونه  اوږده کړي  او دنورو هیوادونوپه  خیر  اوهوساینې پسې دی . شیخ نعیم قاسم  زیاته کړې دلبنان  حزب ا... غورځنګ  هم توانیدلی دی ،  له صهونیسټي  دښمن سره په مخامخیدا کې  په  ۲۰۰۰ کال کې ستر لومړنی بریالیتوب ترلاسه کړي  او دلبنان خاوره آزاده کړي او  له دې وروسته  هم بریالی شو ،   په ۲۰۰۶کال کې هم داسرائيلو پوځ په ګونډو کړي .