د سعودی په ملک سلمان هوائی ډګر توغنده ای حمله وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i43280-د_سعودی_په_ملک_سلمان_هوائی_ډګر_توغنده_ای_حمله_وشوه
د یمن په استوګن سیمو باندې د سعودی رژیم د حملو په ځواب کښې د یمن فوځی او ولسی ځواکونو د ریاض په ملک سلمان هوائی ډګر توغندے وتوغوۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 19, 2017 04:15 Asia/Kabul
  • د سعودی په ملک سلمان هوائی ډګر توغنده ای حمله وشوه

د یمن په استوګن سیمو باندې د سعودی رژیم د حملو په ځواب کښې د یمن فوځی او ولسی ځواکونو د ریاض په ملک سلمان هوائی ډګر توغندے وتوغوۀ.

د العالم د رپوټ له مخې د یمن د فوځی او ولسی ځواکونو توغنده ای یونټ بېګا د سعودی د پائېتخت ریاض په ملک سلمان هوائی ډګر باندې د توغنده ای حملې خبر ورکړ.

همدارنګ د المسیره خبری چېنل د رپوټ له مخې یمنی ځواکونو پرون د یمن د جنوب ختیځ په تعز صوبه کښې د المخا په جنوب کښې د سعودی په هوائی اډه باندې «صمود» نومې توغندے وتوغوۀ چې له امله یې ګڼ شمېر سعودی نوکران هلاک یا ژوبل شول.

د یو بل خبر له مخې د یمن  فوځی او ولسی ځواکونو نن د الروعه په ختیځ کښې د سعودی د فوځیانو د غونډېدو په مرکز د توپونو حمله وکړه.

د فرورۍ په وړومبنیو ورځو کښې هم د د ریاض المزاحمیه فوځی اډه د یمن د فوځ د توغنده ای حملې هدف ګرځېدلې وه.

د سعودی رژیم لخوا د یمن د هر اړخیزې محاصرې او بمباریو باوجود د سعودی د پائېتخت په فوځی اډو او نورو فوځی مراکزو  باندې دغه توغنده ای او توپخانه ای حملې د یمن د فوځی او ولسی ځواکونو د دفاعی قوت د زیاتوالی ښودنه کوی.