دصهونیسټ رژیم سلطه غواړی سیاستونه اودنړیوالې ټولنې لپاره چلینجونه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i43476-دصهونیسټ_رژیم_سلطه_غواړی_سیاستونه_اودنړیوالې_ټولنې_لپاره_چلینجونه
دصهونیسټ رژیم چارواکی د دغه رژیم له پراختیا غواړی خوی سره دنړیوالو له مخالفتونو سره سره ، دقدس پشمول په نیواکی فلسطنیو سیمو کې دښارګوټو دجوړولو پر دوام ټینګار کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 23, 2017 08:04 Asia/Kabul
  • دصهونیسټ رژیم  سلطه غواړی سیاستونه اودنړیوالې ټولنې  لپاره چلینجونه

دصهونیسټ رژیم چارواکی د دغه رژیم له پراختیا غواړی خوی سره دنړیوالو له مخالفتونو سره سره ، دقدس پشمول په نیواکی فلسطنیو سیمو کې دښارګوټو دجوړولو پر دوام ټینګار کوی .

 دصهونیسټ رژیم لومړی وزیر  یو ځل بیا وئیلی دی ، په نیواکی  فلسطین او داردون سین په لودیځی  غاړې کې به  دښآرګوټو جوړونې ته  دوام ورکړی .

 بین یامین نتن یاهو  دسه شنبې په ورځې  دښارګوټو جوړونې په باب  تفاهم ته درسیدو په خاطر  له امریکائی  چارواکو سره  دخبرواترو دوام ته په اشارې سره   زیاته کړې ، دقدس له شنه کمربنده بهر  دیهودیانو په کوڅې کې  ډښآرګوټو جوړونه ، دامریکا له حکومت سره  دخبرواترو موضوع نه ده.  نتن یاهو ویلی دی ،  دقدس  له شنه کمربند یا حدودو  په بهر کې  په یهودی ښارګوټو کې  آبادونه  به محدوده نه کړی .

 پر دغو دریځونو ټینګار په داسې حال کې دی ، چې  دملګروملتو امنیت شورا  د ۲۰۱۶کال د دسمبر په ۲۳ نیټه   په فلسطینو سیمو کې  دصهونیسټ رژیم  ښارګوټو جوړونې په محکومیّت کې  ۲۳۳۴پریکړه لیک تصویب  کړی دی .

 د دغه پریکړه لیک په اساس  صهونیسټ رژیم پابند دی   په بشپړ توګه دې  دقدس پشمول  په فلسطنیو سیمو کې  خپله ښارګوټی جوړونه وردوی . 

 د دغه پریکړه لیک له تصویبیدو وروسته  صهونیسټ رژیة  د دغه پریکړه لیک په غبرګون کې  په نیواکی فلسطین ټاټوبو کې  په صهونیسټ میشته ښارګوټو کې  د څو زره نوو کورونو دجوړولو  مجوز هم صادر کړ.

  دصهونیسټ رژیم  دسلطه غواړو اقداماتو په محکومیّت کې  د ملګروملتو  دامنیت شورا  د ۲۳۳۴پریکړه لیک  له صادریدو سره سره  په نیواکی فلسطنیو ټاټوبو کې  په پراختیا  غواړی  خوی د صهونیسټ رژیم  ټینګار ،په دغه پریکړه لیک  په سترګو پټولو کې  د دغه وحشی ډوله اونیواکګر رژیم   دسپین سترګیتوب  او په نړیوال ډګر کې  دهغوی د بې شرمه کیدا ښودنه کوی .  داپه داسې حال کې دی چې  دصهونیسټ رژیم  دښآرګوټو جوړونې  په ضد د دغې موسسې دامنیت شورا  د  هغه پریکړه لیکړ  په صادریدا کې چې  د دغه  رژیم  پّ وړاندې  دنړیوالې اجماع  یوه نښه ده ، امریکا هم  دعمومی افکارو د دباؤنو په وړاندې مجبوره شویچې  دخپل همیشنی  عادت په  اپوټه  چې  داسرائیلو  په ضد ئې نړیوالو پریکړه لیکونو  ته منفی رایه ورکړې ،  دې ځل سپینه رایه ورکړی .   په دغه شان فضا کې  داسرائیلو  دپراختیا غوښتنې په ضد  دملګروملتو   په امنیت شورا کې  یو  بل پریکړه لیک تصویب شو .  خو په امریکا کې دنوی حکومت واک ته پرسیدو سره  له صهونیسټ رژیمه  دامریکا ملاتړی  خوځښتونو  لازیات پراخ اړخونه غوره کړی دی او دا موضوع  چې  صهونیسټ رژیم ته دواشنګټن   دیوې شنې اشارې په معنا ده ، چې  په فلسطنیو سیمو کې  ئې دښارګوټو  جوړونې  په زیاتیدا کې د دغه  وحشی رژیم   سپین سترګیتوب نوره  هم زیات کړی دی . صهونیست رژیم د خپلو دوکه ورکونکو  اقداماتو په سختولو سره  په حقیقت کې   په نړیوالې ټولنې   په سیمې کې دخپلو  پراختیا غواړو سیاستونو  دمنلو په هڅې کې دی.

 داپه داسې حال کې دی چې  په نړیوال ډګر کې د روسیې  اوچین او هم داروپائی اتحادئې په څیر   هیوادونه  دصهونیسټ رژیم په پراختیا غواړو سیاستونو او  هم  یوه خپلواکه فلسطینی  هیواد  دجوړولو  په مخنیوی او دفلسطنیانو  دحقوقو  په بشپړ چخڼی کولو کې  د دغه رژیم په سپیرو خوځښتونو   غبرګونونه ښئ .  په دې زمینې کې   په بیجینګ کې  دصهونیسټ رژیم  له لومړی وزیر سره په کتنې کې دچین  ولسمشر  شی  جین پینګ   ویلی دی ،  چین  دیوه خپلواکه فلسطینی هیواد پر جوړیدا ټینګار کوی  اوباید د دې موضوع  داجرا لپاره  چټکه هڅه وشی.   د هغه سپیره رژیم لپاره  د چین دولسمشر دغه شان  دریځ ، چې  په سیمې کې دپراختیا غواړو سیاسیتونو په پرمختګ پسې دی، ناببره  ؤ او  دفلسطین له ولسه  په ملاتړ کې دنړیوال کړچار  دپیاوړتیا او  له پراختیاغواړو سیاستونو سره دنړیوالو  دمخالفتونو  دژورتیا اوزیاتیدا  ښودنه کوی  او په نړیوال ډګر کې  داسرائیلو د لازیات  منزوی کیدا نښه ده . نړیوال بدلونونه   هم   په نړیوال ډګر کې د دغه سپیره رژیم  لازیات څنډې  ته کیدا  ښودنه کوی    د دغه رژیم کرکیجن مشران هم دافراطی دریځونو په غوره کولو سره ، په نړیوالې ټولنې  خپلې سپیرې  موخې  نشی تپلی