قطر او ترکیه په لېبیا کښې له وسله والو ډلو څخه ملاتړ ته دوام ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i44542-قطر_او_ترکیه_په_لېبیا_کښې_له_وسله_والو_ډلو_څخه_ملاتړ_ته_دوام_ورکوی
د فرانس د استخباراتو د ادارې پخوانی افسر آلن رودیه په لېبیا کښې له سلفی او وهابی غورځنګونو څخه د ترکیې او قطر د ملاتړ له دوامه پرده اوچته کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2017 17:02 Asia/Kabul
  • قطر او ترکیه په لېبیا کښې له وسله والو ډلو څخه ملاتړ ته دوام  ورکوی

د فرانس د استخباراتو د ادارې پخوانی افسر آلن رودیه په لېبیا کښې له سلفی او وهابی غورځنګونو څخه د ترکیې او قطر د ملاتړ له دوامه پرده اوچته کړه.

دغه پخوانی فرانسوی افسر له اکسټرا نیوز چېنل سره په مرکه کښې وویل، د لېبیا حالات سخت بحرانی دی. او د هغه څه په سیوری کښې چې د دغو دواړو هېوادونو ترملاتړ لاندې ترهه ګرې ډلې یې ترسره کوی لېبیا د وجود له دئرې څخه خارجه بللې شو.

قطر ډېر خطرناک دهشتګرد قوماندانان چې په سوریې او افغانستان کښې یې زیاته تجربه حاصله کړې ده له 2011 کال راهسې د لېبیا د ملی فوځ په صفونو کښې شامل کړی دی.

 د لېبیا د فوځ د ویاند کرنل احمد مساری د رپوټونو او څرګندونو له مخې د قطر او ترکیې اصلی مقصد د لېبیا د وسله والو ځواکونو د عمومی قوماندان جنرل خلیفه حفتر لرې کول او د تیلو د هلالی سیمې کنټرول په لاس کښې اخېستل دی چې تر اوسه د دغو دواړو هېوادونو تر ملاتړ لاندې ډلې پکښې  کامیابې شوې نه دی. رودیه په دوام کښې وویل، په لېبیا کښې وسله والې نښتې او ترې د ځینو هېوادونو ملاتړ د سیمې تاوتریخوالی زیات کړی دی او بحران نه هواروی.

د قطر حکومت په لېبیا په تېره بیا په پائتخت طرابلس کښې خپلو نوکرانو ته د وسلو د رسولو لپاره د سوډان له پولو استفاده کوی.د سوډان ختیځ حکومت هم په لېبیا کښې له دهشتګردو او تندلارو  ډلو څخه د ملاتړ په ذریعې سره د تاوتریخوالی په وجه قطر او ترکیه غندلی دی.