اردوغان: ظالم نتانیاهو به له مسلمانانو ضروري عبرت واخلي
پارس ټوډی- د ترکیې ولسمشر په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته په اشارې سره وویل: د دغه رژيم ظالم رژیم به د مسلمانانو په لاس پوره عبرت ترلاسه کړي.
پارس ټوډی خبر ورکړی چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوې اختر په ورځ، د غزې له خلکو سره د پيوستون په څرګندولو سره، د صهیونیسټي رژیم په وزیراعظم بنیامین نتانیاهو باندې سخته نیوکه وکړه او هغه یې ظالم وباله.
هغه د غزې حالاتو ته په اشارې سره وویل: د ځان او د خپل ولس له خوا هغو ټولو وروڼو او خویندو ته په تیره بیا د غزې خلکو ته، چې دا اختر په غم، درد او ژور خفګان کښې تیروي، د پيوستون پياوړي پيغامونه وړاندې کوم او ورته د لوې اختر مبارکي وایم.
اردوغان د استنبول په چاملیجا جومات کښې د اختر له لمانځه وروسته خبریالانو ته وویل چې د غزې جنګ په ترکیې او ټولې نړۍ کښې د مسلمانانو لپاره د لوې اختر خوشالۍ او جشنونه متاثر کړي دي.
هغه په غزه کښې د صهیونیسټي رژيم د جنګي جنایتونو دوام ته پّ اشارې سره وویل: هغه ظالم کس چې د نتانیاهو په نوم پیژندل کیږي، د نړۍ د مسلمانانو په لاس به ضروري عبرت او درس واخلي.