په مصر کښې د صهیونیسټي رژيم سفارت بند شو
May 09, 2017 11:49 Asia/Kabul
صهیونیسټ رژیم له قاهرې څخه تل ابیب ته د دغه رژیم د سفیر له ستنیدو وروسته په امنیتي وجوهاتو په مصر کښې د خپلې سفارتخانې د بشپړې بندونې پریکړه وکړه.
د صهیونیسټي رژيم د کورنیو اطلاعاتو سازمان څو ورځې مخکښې په قاهره کښې خپل سفیر ډیویډ ګوورین په امنیتي وجوهاتو له مصر څخه وباسه. د مصر خلک له اسرائیلي رژیم سره د خپل هیواد د اړیکو مخالف دي او په قاهره کښې د دغه رژیم د سفارت په بندیدو ټینګار لري.
د صهیونیسټي رژیم خارجه وزارت پرون په قاهره کښې د خپل سفارت کار کونکو ته وویل چې نور نو په دې خطرناکو حالاتو کښې هغوي ته تنخواګانې نه شي ورکولی چې دا کار د یادې سفارتخانې د بشپړې بندونې لپاره د دغه رژیم د پریکړې ښودونکی دی.
ټیګونه