۳۴ یمنیان د وبا له امله مړه شوي دي
په داسې حال کښې چې په یمن باندې د عربستان تپلی جنګ لاهم روان دی، د روغتیا نړیوال سازمان پرون سه شنبه وویل: ۳۴ یمنیان د وبا له امله مړه شوي دي.
د سکای نیوز خبري چینل د خبر له مخې د نړیوالې روغتیا سازمان همداشان د وبا په ناروغۍ د دوو زرو یمنیانو د اخته کیدو خبر ورکړ. د یمن د ماشومانو د روغتیايي پروګرام مدیر نجیب الطفل هم وویل: د وبا ناروغي په ډیره پراخه توګه د یمن په یولسو ولایتونو کښې خوره شوې ده.
د یمن په پلازمینه صنعاء کښې د وبا په لس هاو ناروغان په السبعین روغتون کښې بستري دي چې د جنګ او کلابندۍ په وجه د درملو او طبي ټیمونو له سخت کمي سره مخامخ دي.
یاده دې وي چې له ۲۰۱۵ کال څخه پر یمن د عربستان ځمکني، هوايي او سمندري بریدونو او د دغه هیواد بشپړې محاصرې تراوسه له دولس زرو زیاته کسان وژلي او په لس هاو زره یې زخمي کړي دي.