په نابلس کښې یو فلسطینی ځوان شهید شو
May 18, 2017 15:48 Asia/Kabul
صهیونیسټ ښارګي میشت په نابلس ښار کښې یو فلسطینی ځوان په ډزو شهید کړ.
فلسطین الیوم خبري سایټ لیکلي چې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ: په نابلس ښار کښې د فلسطینیانو په نني سوله ایز لاریون باندې د یو صهیونیسټي په وسله واله حمله کښې د بیتا ښارګي اوسیدونکی ۲۳ کلن معتز حسین هلال شهید شو.
په نابلس کښې د فلسطینیانو ننی لاریون د هغو فلسطیني اسیرانو په ملاتړ کښې شوی و چې له تیرو دوه دیرشو ورځو یې لوږتړ کړی دی.
فلسطیني اسیرانو د تیرې اپریل میاشتې له اولسمې نیټې څخه چې د فلسطیني اسیر ورځ نوموله شوې ده، د صهیونیسټي رژیم په توکم پالو سیاستونو او کړچار باندې په اعتراض کښې د (ازادي او کرامت) په شعار سره لوږتړ پیل کړی دی.
ټیګونه