د فلسطیني زندانیانو پایدارۍ او مقاومت اسرائیلو ته ماتې ورکړه
یو فلسطیني چارواکي ټینګار وکړ چې د فلسطیني زندانیانو پایدارۍ او مقاومت اسرائیلو ته ماتې ورکړه.
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو په خارجه وزارت کښې د صهیونیسټي رژیم په بند کښې د فلسطیني بندیانو د دوسیې مسئول مجید بامیا وویل: که څه هم فلسطیني چارواکو له اسرائیلو سره خبرواترو کوشش وکړ خو هغه ډیره مهمه پيښه چې بلآخره یې اسرائیل تسلیمیدو ته اړ کړ، د اسیرانو د حالت د خرابیدو سره سره د هغوي مقاومت و.
هغه زیاته کړه: فلسطیني اسیرانو ثابته کړه چې په هیڅ قیمت د خپل مقاومت او لوږتړ بندولو ته چمتو نه دي مګر دا چې آزادي، عزت او کرامت یې راژوندی شي.
مجید بامیا څرګنده کړه: اسرائیلو ادعا کوله چې د نړیوالو معیارونو خیال ساتي خو سره صلیب، د ملګرو ملتو د بشري حقوقو عالي کمشنرۍ او نورو نړیوالو ارګانونو د اسرائیلو دا ادعا رد کړه. هغه ټیګار وکړ: د بندیانو لوږتړ به هغه وخت په بشپړه توګه ختم شي چې اسرائیل په ترلاسه شوې موافقې باندې په بشپړه توګه عمل وکړي.
د ویلو ده چې د صهیونیسټي رژيم په جیلونو کښې پرتو فلسطیني اسیرانو د هغوي د غوښتنو په هکله د مروان البرغوثي په مشرۍ د لوږتړ له کمیټې سره له موافقې او د صهیونیسټي رژیم په عسقلان نومي جیل کښې له ۲۰ ساعته خبرواترو وروسته خپل څلویښت ورځنی لوږتړ مات کړ.