له ۱۹۶۷ کال راهیسې ۴۲ زره فلسطینیان شهیدان شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i49204-له_۱۹۶۷_کال_راهیسې_۴۲_زره_فلسطینیان_شهیدان_شوي_دي
د فلسطین د ملي ابتکار جبهې عمومي منشي وویل: له ۱۹۶۷ کاله د فلسطیني شهیدانو دقیق او کره شمیره نشته خو د ۴۲ زره فلسطینیانو شهادت ثبت شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 05, 2017 11:08 Asia/Kabul
  • له ۱۹۶۷ کال راهیسې ۴۲ زره فلسطینیان شهیدان شوي دي

د فلسطین د ملي ابتکار جبهې عمومي منشي وویل: له ۱۹۶۷ کاله د فلسطیني شهیدانو دقیق او کره شمیره نشته خو د ۴۲ زره فلسطینیانو شهادت ثبت شوی دی.

فارس خبري آژانس خبر ورکړی چې د فلسطین د ملي ابتکار جبهې عمومي منشي مصطفی البرغوثي د ۱۹۶۷ کال د شپږ ورځني جنګ په پنځوسمه کلیزه کښې د ۴۲ زره فلسطینیانو د شهادت د ثبتیدو په اعلان سره څرګنده کړه: له دې شهیدانو څخه ۱۰ زره او ۹۶۹ شهیدان په ۱۹۸۷ کال کښې په اولې انتفاضې پورې اړه لري.

البرغوثي وویل: د غزې له تړانګې سره د اسرائیلو په جنګونو کښې هم د ۹ سوو ماشومانونو په شمول ۳ زره، ۸۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

البرغوثي څرګنده کړه چې د غزې تړانګې خلاف د اسرائیلو د ۲۰۱۴ کال د جنګ له شهیدانو څخه ۷۰ فیصده ملکي وګړي وو او له ۱۹۶۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې اته لکه فلسطینیان نیول شوي دي چې څلویښت فیصده پکښې سړي، اته زره پکښې ماشومان او لس زره ښځې دي.