په یمن کښې په لسګونو سعودی فوځیان مړۀ او ژوبل شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i49434-په_یمن_کښې_په_لسګونو_سعودی_فوځیان_مړۀ_او_ژوبل_شول
یمنی سرچینو د دغه هېواد په تعز صوبه کښې د یمن د فوځی او ولسی ځواکونو په وروستیو عملیاتو کښې د سعودی د پینځه څلوېښت تالی څټو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 08, 2017 01:19 Asia/Kabul
  • په یمن کښې په لسګونو سعودی فوځیان مړۀ او ژوبل شول

یمنی سرچینو د دغه هېواد په تعز صوبه کښې د یمن د فوځی او ولسی ځواکونو په وروستیو عملیاتو کښې د سعودی د پینځه څلوېښت تالی څټو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.

د یمن د النجم الثاقب خبری سائیټ د رپوټ له مخې د یمن فوځی او ولسی ځواکونو پرون سهار په تعز صوبه کښې د سعودی تالی څټو د عملیاتو په ناکامولو سره دولس سعودی فوځیان هلاک او درې دېرش نور ژوبل کړل.

په همدې حال کښې د یمن سبا سرکاری خبری اژانس وویل د تعز صوبې د التشریفات اډې او د مرکزی بېنک په خواو شا کښې د یمن د فوځی او ولسی ځواکونو په خورو ورو عملیاتو کښې د سعودی او د یمن د مستعفی او فراری ولسمشر عبد ربه منصور هادی یو شمېر ځواکونه په هلاکت ورسېدل.