صهیونېسټ چارواکی د فلسطینیانو د وطن په قبضه کولو اعتراف وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i49904-صهیونېسټ_چارواکی_د_فلسطینیانو_د_وطن_په_قبضه_کولو_اعتراف_وکړ
د صهیونېسټ رژیم د پارلېمان د مالی کمېشن مشر د فلسطینیانو له وطن څخه د هغوی په شړلو کښې د صهیونېسټ رژیم په اقدام اعتراف وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2017 16:06 Asia/Kabul
  • صهیونېسټ  چارواکی د فلسطینیانو د وطن په قبضه کولو اعتراف وکړ

د صهیونېسټ رژیم د پارلېمان د مالی کمېشن مشر د فلسطینیانو له وطن څخه د هغوی په شړلو کښې د صهیونېسټ رژیم په اقدام اعتراف وکړ.

د فلسطین معا خبری اژانس د نننی رپوټ له  مخې د صهیونېسټ رژیم د پارلېمان د ملی کمېشن مشر موشه ګافنی اعتراف وکړ چې فلسطینیان له یهودیانو څخه مخکې په فلسطین وطن کښې اوسېدل.

دا وړومبنے ځل دے چې د صهیونېسټ رژیم یو ښی پالے شخصیت داسې اعتراف کوی.

د صهیونېسټ رژیم دغه چارواکی د دې په اعتراف سره چې اسرائیلیانو فلسطینیان له خپل هېواده بهر کړل څرګنده کړه، هغه له هغو فېصلو سره چې د اسرائیلو کابینه یې له فلسطینیانو سره د روغې جوړې په باره کښې کوی په کامله توګه مخالف دے.

د فلسطین د کورواکو تشکیلاتو او صهیونېسټ رژیم ترمېنځ د سازباز خبرې اترې د 2014 په اپرېل کښې د صهیونېسټ ښارګیو د جوړولو له بندولو،د فلسطینی اسیرانو له ازادولو او خپل وطن ته فلسطینیانو له ستنېدو سره د دغه رژیم د مخالفت په وجه اودرېدې.

دا په داسې حال کښې دی چې د ملګرو ملتو 194 پرېکړ لیک په واضحه توګه خپل وطن  ته د فلسطینی کډوالو د ستنېدو او هغوی ته د تاوان د ادا کولو په حق باندې تاکید کوی.