قرضاوی د سعودی حکومت له اسرائیلو سره په ملګرتیا تورن کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i49984-قرضاوی_د_سعودی_حکومت_له_اسرائیلو_سره_په_ملګرتیا_تورن_کړ
یوسف قرضاوی تاکید وکړ چې اخوان المسلمین یو مسلمان جماعت، د اسلام او د مسلمانانو د وړومبۍ مسئلې یعنې فلسطین حقیقی مدافع دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2017 15:54 Asia/Kabul
  • قرضاوی د سعودی حکومت له اسرائیلو سره په ملګرتیا تورن کړ

یوسف قرضاوی تاکید وکړ چې اخوان المسلمین یو مسلمان جماعت، د اسلام او د مسلمانانو د وړومبۍ مسئلې یعنې فلسطین حقیقی مدافع دے.

هغه وویل زۀ د خداے په درګاه کښې معافی غواړم چې د سعودی د واکمن خاندان او د هغه څه په وړاندې مې چې دغه خاندان د مسلمانانو په خلاف کړی دی خاموشی اختیار کړې وه.

قرضاوی وویل: هغه څه چې دردوونکی دی دا دی چې السیسی د تیران او صنافیر جزیزې په سعودی او صهیونېسټانو خرڅې کړې چې هغوی د اخوان المسلمین او اسلامی مقاومت په خلاف اقدام وکړی او ما د قطر پرېښودو ته مجبور کړی او دا د مسلمانانو او د مصر د خلقو په حق کښې یو خیانت دے چې اماراتی چارواکو هم  چې خپل دین کښې یې په شهوتونو خرڅ کړے دے کړې شوی دی د سعودی خاندان په تېره بیا د ولیعهد د ځوان جانشین په عقل کښې نفوذ وکړی.

د ویلو ده چې سعودی، مصر، اماراتو او بحرېن یوه بیانیه جاری کړې ده چې  د قطر شخصیتونه او موسسې یې د ترهه ګرۍ په لېسټ کښې راوستی دی چې د مسلمانو علماو د نړیوالې اتحادیې مشر یوسف قرضاوی هم پکښې شامل دے او د سعودی او اماراتو حکومتونو د هغه ټول کتابونه له جوماتونو او مدرسو څخه لرې کړی دی.