په سعودی کښې نرمه کودتا، ملک سلمان خپل زوے ولیعهد کړ
د سعودی باچا په یو حکم کښې ولیعهد محمد بن نائف لرې او خپل زوے محمد بن سلمان یې د ولیعهد او خپل جانشین په توګه مقرر کړ.
د واس خبری اژانس د رپوټ له مخې سعودی نن اعلان وکړ چې د دغه هېواد باچا سلمان بن عبدالعزیز همدارنګ د وزیرانو د شورا د مشرۍ او د کورنیو چارو د وزارت په شمول له ټولو پوسټونو څخه د محمد بن نائف په لرې کولو سره عبدالعزیز بن سعود د کورنیو چارو د وزیر په توګه معرفی کړ.
د سعودی باچا د حکم مطابق د هغه زوے به له نوی پوسټ نه علاوه هم هغه شان د دفاع د وزارت عهده هم ولری. محمد بن سلمان له دې مخکې د سعودی د ولیعهد جانشین ؤ.
بندر بن فېصل بن بندر بن عبدالعزیز هم د سعودی د باچا د حکم له مخې د استخباراتی ادارې د مشر د مرستیال په توګه مقررشو.
د شناندو په باور د سعودی باچا دغه اقدام خپل زوے ته په وراثت کښې د اقتدار پرېښودو د یوې منصوبې اجرا ده چې د جون د روانې میاشتې له اتلسمې شروع شوې ده.
خو د ملک سلمان زوے په داسې حال کښې ولیعهد کیږی چې د سعودی خاندان د بانی ملک عبدالعزیز د وصیت او د دغه هېواد د منشور له مخې ټاکلې شوې وه چې اقتدار به له وروره ورور ته رسیږی او تر هغه وخته چې د هغه زامن ژوندی وی اقتدار به د شاهزادګانو دریم نسل ته نه منتقلیږی.آل سعودی په ۱۹۳۲ کال کښې په سعودی کښې اقتدار ترلاسه کړ او په دغه خاندان کښې د اقتدار جنګ تل روان ؤ او دے.