امریکايي ائتلاف بیاهم په سوریه کښې لسګونه ملکیان ووژل
Jun 29, 2017 03:11 Asia/Kabul
سوري سرچینو د سوریې په ختیځ کښې پر یو کلي د امریکايي ائتلاف په حمله کښې د لس هاو ملکي وګړو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
سیرین عرب نیوز ایجنسي خبر ورکړی چې د امریکايي ائتلاف جنګي الوتکو پرون د دیرالزور ولایت په ختیځ کښې الدبلان کلی څو ځلې بمباري کړ چې له امله یې لږترلږه ۴۰ ملکي کسان ووژل شول. خبر زیاتوي چې زیاتره وژل شوي کسان ښځې او ماشومان دي.
له دغې حملې وروسته د الدبلان کلي اوسیدونکو د نورو حملو له ویرې خپل کورونه پریښودل او د خواوشا دشتو په لور وتښتیدل.
امریکې د ۲۰۱۴ کال له آګست میاشتې راهیسې له داعش ترهګرې ډلې سره د مبارزې په پلمه د ملګرو ملتو له چوکاټه بهر او د سوریې له حکومت سره له غږملتیا پرته، تش د نامې داعش ضده ائتلاف جوړ کړی دی.
ټیګونه