سوریی د اردوغان سیاستونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i51554-سوریی_د_اردوغان_سیاستونه_وغندل
د سوریی د الاخباریه ټلویزونی شبکی د راپور په اساس، د سوریی خارجه وزارت اعلان وکړ: د سوریی په ضد د ترکیی د ؤلس مشر«رجب طیب اردوغان» تیری ګر سیاستونه، نړیوال قوانین نقضوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2017 13:03 Asia/Kabul
  • سوریی د اردوغان سیاستونه وغندل

د سوریی د الاخباریه ټلویزونی شبکی د راپور په اساس، د سوریی خارجه وزارت اعلان وکړ: د سوریی په ضد د ترکیی د ؤلس مشر«رجب طیب اردوغان» تیری ګر سیاستونه، نړیوال قوانین نقضوی.

د سوریی خارجه وزارت نن په یوې بیانیه کی اعلان وکړ: هغه کړچارونه چی ترکیه د سوریی په خاوره کی د تیری ګرو سیاستونو په چوکاټ کی سرته رسوی؛ نړیوال قوانین او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیکونه په څرګنده توګه نقضوی.

د سوریی د خارجه وزارت په بیانیه کی راغلی دی؛ په «اعزاز» او د حلب د شمال په نورو سیمو کی د ترکیې نوی حملې، په سوریه کی د ترکیی دولت د ورانونکی رول په لړ کی ګنلی کیږی، او دا حملې؛ انقره د سوریی په ضد د ټروریزم او توطئو اصلی ملګرې ګرځوی.

د سوریی په شمال کی د«اعزاز» په خواؤ شا کی موجودو سرچینو، پرون پنجشنبه خبر ورکړ؛ ترکیی د سوریی له مخالفو وسله ګوندونو څخه د ملاتړ لپاره، زیات پوځی تجهیزات او امکانات دغې سیمې ته منتقل کړی دی.