حقوقی تنظیمونو له قطر سره د سعودی چلند وغندۀ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i51596-حقوقی_تنظیمونو_له_قطر_سره_د_سعودی_چلند_وغندۀ
څو حقوقی تنظیمونو د قطر د بائیکاټ په اړه د سعودی اقدامات وغندل او هغه یې د بشری حقوقو خلاف ورزی او هغې سختول وبلل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2017 09:40 Asia/Kabul
  • حقوقی تنظیمونو له قطر سره د سعودی چلند  وغندۀ

څو حقوقی تنظیمونو د قطر د بائیکاټ په اړه د سعودی اقدامات وغندل او هغه یې د بشری حقوقو خلاف ورزی او هغې سختول وبلل.

د جنیوا د بشری حقوقو او ډېموکرېسۍ مرکز، په پېرس کښې د بشری حقوقو د ازاد غږ تنظیم، په جنیوا کښې د بشری حقوقو د پېوستون تنظیم، په حنیوا کښې د تیونس د شکنجې د قربانیانو جمعیت او له بشری حقوقو څخه د ملاتړ سوئیزلېنډی تنظیم په یوه ګډه بیانیه کښې د قطر بائیکاټ په مینځنی ختیځ کښې د نوی بحران د رامنځته کېدو او د بشری حقوقو د خلاف روزۍ د سختېدو سبب وبلۀ. او د هغه د ختمولو غوښتنه یې وکړه.

حقوقی تنظیمونو د فارس خلیج په عربو هېوادونو کښې په مېشته زرګونو کورنیو باندې د قطر د محاصرې له غمیزناکو اثراتو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل: یو زر نهه سوه څلور پینځوس کارګران او  کارمندان په سپکاوی او غېر انسانی توګه په کوچ کولو مجبور شول.

د څلورو عربو هېوادونو 11387  تنه د قطر بائیکاټ د دغه هېواد د خاورې پرېښودو ته مجبور کړل. په دغه بیانیه کښې راغلی دی چې د قطر د حاکمیت او ملګرو ملتو د منشور د احترام په خیال ساتلو سره خبرې اترې  د دغه بحران تر ټولوغوره حل لاره ده.

حقوقی تنظیمونو همدارنګ له قطر سره د خپلې یوازېنۍ لارې د تړلو په اړه د سعودی اقدام وغندۀ. سعودی، اماراتو، بحرېن او مصر د جون له پینځمې نېټې څخه له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ باندې د قطر د حکومت په تورنولو سره له دغه هېواد سره خپل سیاسی تعلقات ختم کړل.