دسورئې روانې شخړې ددغه هیواد اقتصادته کابو 226میلیارډډالری تاوانونه اړولی دی
فرانس پریس آژانس له بیروته راپورورکړی ، دسورئې بحران له هماغه پیله یعنی د ۲۰۱۱کال له مارچ راهسې تراوسه پورې په لکونو مرګ ژوبلې اړولی او دغه راز ئې د دغه هیواد نیمه آبادی کوچیدو ته اړباسلې ده .
نړیوال بانک پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دسورئې په بیلابیلو سیمو کې دجنګ جګړو له امله پراخه ورانکاری له دې ډیره زیاته اوپراخه ده چې دا یوازې د بیخ بینائیو له مینځّه وړلو ته محدوده بلل کیدلی شی .
دنړیوال بانک دمینځنی ختیځ اوشمالی افریقا دچارو مرستیال حافظ غانم د دغې اعلامیې په دوام کې وئیلی دی ، په سورئې کې جنګ د دغه هیواد ټولنیز او اقتصادی جوړښتونه له دړې وړې کیدا سره مخامخ کړی دی . او له هماغه پیله ئې دغه هیواد ته څه دپاسه ۲۲۶میلیارډ ډالری تاوانونه اړولی دی چې د دغه هیواد د ۲۰۱۰ کال د داخلی اووموتولیداتو څلور برابره دی . دغه راز د غه ویجاړونکی داخلی جنګ ، ۲۷فی صده هستوګنې سیمې ، او د دغه هیواد کابو نیم روغتیائی اوتعلیمی مرکزونه هم تباه کړی دی .