داعش د ابوبکر بغدادي د وژل کیدو خبر تایید کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i51812-داعش_د_ابوبکر_بغدادي_د_وژل_کیدو_خبر_تایید_کړ
داعش ترهګرې ډلې د یوې بیانیې په صادرولو سره د خپل اصلي مشر ابوبکر البغدادي وژله تاییده کړه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 11, 2017 14:30 Asia/Kabul
  • داعش د ابوبکر بغدادي د وژل کیدو خبر تایید کړ

داعش ترهګرې ډلې د یوې بیانیې په صادرولو سره د خپل اصلي مشر ابوبکر البغدادي وژله تاییده کړه.

السومریه نیوز نومې عراقي ویب سایټ لیکلي چې داعش ترهګرې ډلې نن د یوې وړې خبرپاڼې په خپرولو او پکښې یې د ابوبکر بغدادي د وژلې په تاییدولو سره اعلان وکړ چې نوی مشر به وټاکي.

دغې عراقي سرچینې ټینګار وکړ چې له تیرو دوو ورځو راهیسې په تلعفر کښې د ابوبکر البغدادي د وژل کیدو په هکله په هر ډول نظر څرګندونې بندیز و او په همدې وجه اټکل کیده چې ډیر زر به د هغه هلاکت تایید شي.

العالم ټي وي چینل هم د السومریه نیوز په حواله ویلي چې بې له هیڅ ډول تبلیغاتو د البغدادي د وژلې د خبر خپریدو، د هغو خبرپاڼو په اپوټه چې تراوسه د داعش ترهګرې ډلې د مشر د وژل کیدو په هکله خپریدې، د دې پيښې په لړ کښې یې په تیره بیا د دغې ډلې د غړو ترمینځ ډیرې پوښتنې راپورته کړې دي.