فرانسه دبشار اسد نسکوریدا لومړیتوب نه ګنی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i52032-فرانسه_دبشار_اسد_نسکوریدا_لومړیتوب_نه_ګنی
راپورښئ دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دفرانسې ولسمشر آمانویل ماکرون په ګډ خبری کنفرانس کې هڅه کوله څو دښه نیّت او روغې جوړې لپاره خپل ښه نیّت نندارې ته وړاندې کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 14, 2017 11:36 Asia/Kabul
  • فرانسه دبشار اسد نسکوریدا لومړیتوب  نه ګنی

راپورښئ دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دفرانسې ولسمشر آمانویل ماکرون په ګډ خبری کنفرانس کې هڅه کوله څو دښه نیّت او روغې جوړې لپاره خپل ښه نیّت نندارې ته وړاندې کړی .

زمونږخبریال راپورراکړ    دفرانسې په الیزه ماڼۍ کې  دامریکا او فرانسې د ولسمشرانو  لیده کاته  د دواړو هیوادونو  ترمینځ دلیدتوګو د اختلافاتو درابرسیره کیدا ډګر  ؤ .

 راپورښئ   دامریکا ولسمشر  ډونالډ ټرمپ او دفرانسې  ولسمشر  آمانویل  ماکرون  په ګډ خبری کنفرانس کې  هڅه کوله څو دښه نیّت او روغې جوړې  لپاره خپل ښه نیّت نندارې ته وړاندې کړی .

  آمانویل  ماکرون  په جون میاشت کې  هم وئیلی وو چې   دسورئې  له ولسمشرۍ  دبشار اسد  څنګةکیدا  دفرانسې لومړیتوب نه دی ،  پرون ئې  له ډونالډټرمپ سره په لیدوکاتو کې ټینګار کړی ،  دبشار اسد څنګةکیدا  لازمه نه ګڼی باید دترهه ګرۍ په ضد ګډه مبارزه وشی .

 دراپورپه اساس  ممکنه ده فرانس او امریکا  په سورئې کې د عملیاتو  او   د دغه هیواد دبحران د حل دشرائطو دبرابرولولپاره  د تماس ډلې دجوړولو په باب  سره  موافق وی ، خو  دنظر دغه  یوووالی  د دواړو حکومتونو  ترمینځ دنورو  موضوعګانو په باب نشته .

دفرانسې رسنیو  راپور ورکړی ،   دپاریس دآب وهوا له تړونه  دواشنګټن وتل  دفرانسې او امریکا  داختلافاتو یوپل  دی  او  آمانوئیل ماکرون هم  له ټرمپ سره په ګډ خبری کنفرانس کې  جزیاتو ته له  اشارې پرته  دپاریس له موافقې  دامریکا دوتلو په باب  خبرې کړی او   په دې باب ئې  د خبرواترو   پر دوام ټینګار کړی دی .  ډونالډ ټرمپ دآمانویل ماکرون  دماښامنۍ   په دستورو کې  له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې   دپاریس دوړتیاؤ  هرکلی وکړ  حال داچې  هغه څه موده مخکې  فرانسه  په ترهه ګرۍ یو ککړ هیواد بللی ؤ .