په یمن کښې د وبا د قربانیانو شمیر ۱۷۷۰ ته ورسید
Jul 16, 2017 03:16 Asia/Kabul
د روغتیا نړیوال سازمان پرون په یو رپورټ کښې اعلان وکړ چې د وبا ناروغۍ له امله تراوسه ۱ زر ۷۷۰ یمنیان وژل شوي دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د رپورټ له مخې د یمن په مختلفو سیمو کښې همداشان ۳ لکه ۳۸ زره ۹۶۹ کسان په وبا اخته شوي دي.
ایرنا لیکلي چې د روغتیا نړیوال سازمان وویل: د یمن خلک د څښلو پاکې او سالمې اوبه نه لري او همدا چاره په دغه هیواد کښې د وبا ناروغۍ د خوریدو سبب شوې ده.
پر یمن د عربستان د حملو او د دغه هیواد د بیخ بینايي تاسیساتو په تیره بیا د اوبو رسونې د شبکې د ورانیدو له امله په یمن کښې د وبا ناروغي په چټکۍ سره په خوریدو ده.
ټیګونه