په رام الله کښې یو بل فلسطینی ځوان شهید شو
Jul 22, 2017 03:02 Asia/Kabul
عمر عبدالجلیل العبد له شهادت مخکښې درې صهیونیسټان هلاک کړي وو.
تیره شپه د اردن سیند د لویدیځې غاړې مرکز رام ا... ته څیرمه د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو په ډزو کښې یو فلسطیني ځوان شهید شو.
عمر عبدالجلیل العبد له شهادت مخکښې درې صهیونیسټان هلاک کړي وو.
پرون همداشان په لویدیځه غاړه او بیت المقدس کښې پر فلسطیني مظاهره چیانو د صهیونیسټي ښارګي میشتو او پوځیانو په برید کښې لږترلږه څلور فلسطینیان شهیدان او ۱۹۳ کسان زخمي شوي وو.
په مسجدالاقصی کښې له فلسطیني ځوانانو سره د صهیونیسټو پوځیانو له پرونۍ نښتې وروسته چې پکښې دوه صهیونیسټان هلاک شوي او درې فلسطیني ځوانان شهیدان شول، په لویدیځه غاړه، قدس او مسجدالاقصی کښې حالات کړکیچن شوي دي.
ټیګونه