د صهیونیسټانو له لاسه یو بل فلسطینی شهید شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i52532-د_صهیونیسټانو_له_لاسه_یو_بل_فلسطینی_شهید_شو
یو فلسطینی ځوان چې د صهیونیسټو پوځیانو په ډزو زخمي شوی و، بیګا شهید شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2017 02:05 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټانو له لاسه یو بل فلسطینی شهید شو

یو فلسطینی ځوان چې د صهیونیسټو پوځیانو په ډزو زخمي شوی و، بیګا شهید شو.

فارس خبري آژانس لیکلي چې ده فلسطینی ځوان تیره جمعه د نیواکي قدس په ختیځ کښې د صهیونیسټي رژيم د پوځیانو په ډزو کښې زخمی شوی و او تیره شپه د د رام ا... په روغتون کښې شهید شو.

د جمعې په ورځ پر فلسطیني مظاهره چیانو بندې د صهیونیسټو پوځیانو او ښارګي میشتو په برید کښې هم لږترلږه څلور فلسطینیان شهیدان او څه باندې ۴۰۰ زخمي شوي دي.