یمنی فوځ د سعودی په ملک فهد هوائی اډې توغندی اورول
د یمن فوځ د سعودی د جنایتونو په ځواب کښې په ملک فهد نومې هوائی اډې باندې څو بالېسټک توغندی وویشتل.
د یمن المسیره خبری سائیټ د رپوټ له مخې دغه توغندی ټیک د طائف ښار په ملک فهد نومې هوائی اډې باندې ولګېدل چې له لګېدو وروسته په دغه هوائی اډه اور ولګېد چې د سر او مال تاوانونو په اړه تر اوسه لا څه خبر نه دے خپور شوے.
له بلې خوا د یمن فوځی او ولسی ځواکونو د دغه هېواد د حجه صوبې د میدی صحرا په شمال کښې هم د سعودی د تالی څټو ځواکونو په مورچو باندې د توپونو ډزې وکړې چې له امله یې یو شمېر ځواکونه مړۀ او یا ژوبل شول.
همدارنګ د یمن فوځی ځواکونو د دغه هېواد د تعز صوبې په موزع سیمه کښې هم د سعودی تالی څټو په سنګرونو یو توغندے وروتوغوۀ.
له بلې خوا د سعودی تالی څټو جنګی الوتک هم د خپلو جنایتونو په دوام کښې د حجه صوبې د میدی صحرا په شمال باندې اوۀ ځل بمبارۍ وکړې.