سوریه له ترهګرۍ سره مبارزه جاري ساتي
له ترهګرو سره په مبارزه کښې د سوریې له خلکو او حکومته د ایران، روسیې او د لبنان د حزب الله غورځنګ ملاتړ، په سوریې، سیمې او نړۍ کښې معادلات بدل کړل.
د سوریې د خارجه وزیر مرستیال په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ترهګري پر ولسونو نه شي برلاسې کیدی، څرګنده کړه: د سوریې پوځ او مقاومت له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکوي.
فیصل المقداد پرون د لبنان المنار چینل ته په مرکه کښې څرګنده کړه: له ترهګرو سره په مبارزه کښې د سوریې له خلکو او حکومته د ایران، روسیې او د لبنان د حزب ا... غورځنګ ملاتړ، په سوریې، سیمې او نړۍ کښې معادلات بدل کړل.
هغه زیاته کړه: د سوریې ولس هغو هیوادونو ته چې له صهیونیسټي رژیم سره اړیکې لري، ثابته کړه چې د سوریې د ورانولو لپاره د هغوي دسیسو ماتې خوړلې ده.
د ایران اسلامي جمهوریت، روسیه او د لبنان حزب ا... د سوریې د حکومت په رسمي بلنه په دغه هیواد کښې شتون لري او له ترهګرو سره په مقابله کښې د دمشق ملاتړ کوي.