په عراق کښې لاهم اوه زره داعشیان موجود دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i52920-په_عراق_کښې_لاهم_اوه_زره_داعشیان_موجود_دي
د عراق امنیتي چارواکو په دغه هیواد کښې د داعش ترهګرې ډلې د اوو زرو ترهګرو د شتون خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 29, 2017 03:06 Asia/Kabul
  • په عراق کښې لاهم اوه زره داعشیان موجود دي

د عراق امنیتي چارواکو په دغه هیواد کښې د داعش ترهګرې ډلې د اوو زرو ترهګرو د شتون خبر ورکړ.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د عراق امنیتي چارواکو تیره شپه ویلي، د داعش ترهګرې ډلې له نیواکه د شمالي ولایت نینوا د مرکز موصل ښار د آزادیدو سره سره د دغې ترهګرې ډلې کابو څلور زره کسان سره د هغوي د دریو زرو ملاتړو ځواکونو، په عراق کښې موجود دي.

عراقي چارواکي وايي چې په سوریه کښې هم نزدې ۱۲ زره داعشي ترهګر موجود دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د عراق وزیراعظم حیدر العبادي د روانې جولایۍ میاشتې په لسمه نیټه د داعش ترهګرې ډلې له نیواکه د موصل د بشپړې آزادۍ خبر ورکړی و.