پرون دوه نور فلسطینیان شهیدان او ۲۳۱ زخمیان شول
پر فلسطینیانو د قدس د نیواکګر رژیم د پوځیانو په پروني برید کښې دوه تنه شهیدان او ۲۳۱ زخمي شول.
د ایرنا د خبر له مخې د صهیونیسټي رژيم پوځیانو پرون د فلسطینیانو هغه مظاهرې وځپلې چې په قدس، لویدیځې غاړې او غزې تړانګې کښې د مسجدالاقصی په ملاتړ کښې ترسره شوې وې.
د غزې تړانګې د البریج او جبالیا کیمپونو په ختیځ کښې پر فلسطیني مظاهره چیانو د صهیونیسټو پوځیانو په برید کښې د عبدالرحمن ابوهمیسه په نامه یو شپاړس کلن فلسطینی ځوان شهید او شپږ تنه نور ژوبل شول.
د اردن سیند د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو کښې هم له فلسطیني خوانانو سره د قدس د نیواکګرو پوځیانو په نښته کښې هم عبدا... طقاطقه شهید او ۲۲۵ کسان زخمیان شول.
یاده دې وي چې د صهیونیسټي رژیم پوځیانو د روانې جولایۍ میاشتې له ۱۴ نیټې څخه د دغه رژيم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو په حکم په تیره بیا په مسجدالاقصی او قدس کښې د فلسطینیانو ځپنه زیاته کړې ده.
د قدس نیواکګرو پوځیانو په دغه موده کښې سلګونه فلسطینیان شهیدان او زخمیان کړي دي.