امریکايي ائتلاف بیاهم د سوریې ملکي وګړي ووژل
Jul 30, 2017 16:02 Asia/Kabul
دا په روانه میلادي میاشت کښې په سوریې باندې د امریکايي ائتلاف د جنګي جیټونو څلورم برید دی.
د سوریې په دیرالزور کښې په یو روغتون باندې د امریکايي ائتلاف د جنګي الوتکو په حمله کښې د ښځو او ماشومانو په شمول لږترلږه شپږ سوري ښاریز وژل شوي او لس نور زخمي شول.
سیرین نیوز ایجنسي خبر ورکړی چې دغه حمله نن د ختیځ ولایت دیرالزور ولایت په البوکمال ښار کښې رامینځته شوه چې له امله یې د استوګنې څو کورونه هم ویجاړ شول.
دا په روانه میلادي میاشت کښې په سوریې باندې د امریکايي ائتلاف د جنګي جیټونو څلورم برید دی.
پرون هم په دیرالزور ولایت کښې د المیادین ښآر په الطیبه کلي د امریکایي ائتلاف د جنګي الوتکو په برید کښې لس سوریا وال ملکیان وژل شوي وو.
ټیګونه