عرسال سیمه له جبهة النصره ترهګرو پاکه شوه
د جبهة النصره ترهګرې ډلې د کسانو وړونکی وروستی بس بیګا د لبنان د عرسال له لوړو ووته.
فارس خبري آژانس خبر ورکړی چې د لبنان د عرسال له غونډیو د جبهة النصره ترهګرې ډلې د کسانو د وروستي بس په وتلو سره له دغې سیمې د یادې ترهګرې ډلې د وتنې عملیات پاې ته ورسیدل.
د لبنان حزب ا... غورځنګ موافقه کړې وه چې د دغه غوځنګ د اسیرانو د ازادولو او د خپلو شهیدانو د جنازو د ورسپارلو په بدل کښې به د دغې ترهګرې ډلې کسانو ته اجازه ورکړي چې د لبنان له ختیځو سرحدونو ژوندي ووځي او د سوریې ادلب ولایت ته لاړ شي.
د لبنان د عرسال او د سوریې د لویدیځ القلمون د لوړو د آزادۍ عملیات چې کابو درې کاله د جبهة النصره او داعش ترهګرو تکفیري ډلو په نیواک کښې وې، د تیرې جولایۍ میاشتې له ۲۱ نیټې پیل شول او د لبنان د مقاومت ځواکونه وتوانیدل چې د جبهة النصره تر نیواک لاندې ځمکو څه باندې ۹۵ فیصده برخه آزاده کړي. په دغو عملیاتو کښې د یادې ډلې سلګونه ترهګر مړه او ژوبل او ژوندي نیول شوي دي.