د صهیونیسټي رژيم ښارګي جوړونه درې چنده زیاته شوې
په فلسطین کښې د خاورې د دفاع او د صهیونیسټي رژیم له ښارګي جوړونې سره د مقابلې ملي دفتر د روان ۲۰۱۷ کال په اوله نیمايي کښې د دغو ښارګي جوړونو د درې چنده کیدو خبر ورکړ.
د اسرائیلو له ښارګي جوړونې سره د مقابلې او د ځمکې د دفاع ملي دفتر په خپل اونیز رپورټ کښې وویل: د فلسطیني، عربي او نړیوالو ټولنو له پراخو نیواکو او غندنو سره سره اسرائیل په دوامداره توګه په لویدیځه غاړه او قدس کښې د صهیونیسټي میشتو ښارګیو جوړونه جاري ساتلې چې دا کار یې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده.
دغه فلسطیني ارګان په خپل رپورټ کښې د صهیونیسټي رژيم د غیرقانوني ښارګي جوړونې د بندولو لپاره چې د روان ۲۰۱۷ کال په نیمايي کښې لازیاتې شوې دي، د نړیوالو ټولنو د مداخلې غوښتنه وکړه.
دغه رژیم په نیواکي ځمکو کښې په داسې حال کښې ښارګي جوړوي چې امنیت شورا د تیر دسمبر په ۲۳ نیټه له دغه رژيمه وغوښتل چې د فلسطین په نیواکي خاورو کښې ښارګي جوړونه بنده کړي.