د جرمنی حکومت د ترهه ګروبشپړ ملاتړ کوی
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا دترکیې تعقیبونکو ځینو شکمنو کسانو دبیرته ورستنولو لپاره د برلین دحکومت له خوا دانقرې دبیا بیا غوښتنو ردیدا په پام سره وئیلی دی ، جرمنی له ترهه ګرو بشپړملاتړ کوی .
زمونږخبریال راپورراکړ راپور ښئ د دجرمنی کورنیو چارو وزارت په همداوروستیو کې وئیلی دی ، دترکیې دناکامې کودتا راهسې دترکیې دڅه پاسه څلور سوه څوارلسو پوځی چارواکو ،ډیپلوماټانو، قاضیانو او لوړ پوړو سیاسی چارواکو او دهغوی د کورنیو دبرلین له حکومت هغوښتی چې دوی ته دې پناه ورکړی .
دترکیې حکومت ادعا کوی ، دغه کسانو د تیر کال دجولائی دپنځلسمې نیټې په ناکامې کودتا کې چې ددغه هیواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان دحکومت دنسکورولو په موخې سره شوی وه ، ګډون درلود.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په یولړ څرګندونو کې ټینګار کړی ، دجرمنی حکومت ، دترکیې دحکومت دتعقیبونکو شکمنو کسانو په باب برلین ته د لیږدول شویو سلګونو دوسیو په باب په ځواب نه ورکولو سره په حقیقت کې له ترهه ګرو سره مرسته کوی .
د ترکیې او جرمنی دحکومتونو ترمینځ تاؤتریخوالی په همداوروستیو میاشتو کې دځینو موضوعګانو په باب اوج ته رسیدلی ،ان تردې چې په جرمنی کې دترکیې ځینو لوړپوړو چارواکو ته په ځینو غونډو کې دګډون اجازت هم نه دی ورکړل شوی چې دترکیې دچارواکو سخته غوسه ئې راپارولې ده او پر یوه بل ئې د ترهه ګرۍ اوترهه ګرو له سپیرو اقدماتو سره دمرستو تورونه هم لګولی دی .
اروپائی هیوادونه په تیره بیا جرمنی د ترکیې حکومت تورنوی چې دکودتا له پیښې دخپلو سیاسی مخالفانو څخه دغچ اخستو لپاره ناسمه استفاده کوی