امریکا په سوریې کښې بیا هم نور خلک وژلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i53870-امریکا_په_سوریې_کښې_بیا_هم_نور_خلک_وژلی_دی
زمونږ خبریال وایی پرون دسوریې په بیلابیلو سیمو کښې دامریکا دائتلاف په هوایی حملو کښې کابو نولس (۱۹)ملکیان وژل شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2017 01:52 Asia/Kabul
  • دامریکا جنګي الوتکو په رقه ښار حملې سره اتلس(۱۸) بې ګناه عادي خلک وژلي وو .
    دامریکا جنګي الوتکو په رقه ښار حملې سره اتلس(۱۸) بې ګناه عادي خلک وژلي وو .

زمونږ خبریال وایی پرون دسوریې په بیلابیلو سیمو کښې دامریکا دائتلاف په هوایی حملو کښې کابو نولس (۱۹)ملکیان وژل شوی .

په دغو حملو کښې چې دامریکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف جنګی الوتکو دسوریې په ختیځ کښې د دیرالزور ولایت په خوا کښې په المیادین ښار او په التنبی کلی وکړې یوشمیر کسان ژوبل شوی هم دی .

دامریکا  جنګی الوتکو ددیرالزور ولایت په خوا کښې څو ودانۍ په کامل ډول ړنګې کړی دی .

دامریکا جنګی الوتکو داګست دمیاشتې په څلورمه(۴) هم دسوریې په شمال کښې په رقه ښار حملې سره اتلس(۱۸) بې ګناه عادی خلک وژلی وو .

امریکا له سعودی عربستان ، انګلستان ، فرانسې ، ترکیې،  اردن ،اسرائیلو وغیره سره یوځاې په سوریې او عراق کښې دداعش او نورو وهابی ترهګرو ډلو ملاتړ ته دوام ورکوی او ددغو ترهګرو ډلو د ماتی دمخه دنیولولپاره په عادی خلکو او په حکومتی عسکرو حملې کوی .