دسوریې پوځ د تدمر په خوا کښې پرمختګ ته دوام ورکړی
-
دسوریې عسکر بریالي شوي دي چې په ختیځ کښې د رقه په خواوشا کښې غانم کلي ته نږدې سل(۱۰۰) داعش ترهګر ووژني .
زمونږخبریال وایی دسوریې پوځ بیګا دتدمر دتاریخی ښار په خوا کښې یوشمیر سیمې له ترهګرو ازادې کړې .
دسوریې دفاع وزارت وویل دتدمر تاریخی ښار په خوا کښې السخنه ته نږدې د جبل الضاحک سیمو په ازادیدا سره داعش تکفیری ترهګرو ته درنې مرګ ژوبلې او مالی تاوانونه ورسیدل .
دسوریې پوځ په مارچ میاشت کښې تدمر تاریخی ښار دداعش ترهګرو له نیواک څخه ازاد کړی وو او دا ښار په حمص ولایت کښې دداعش ترهګرې ډلې یوازنۍ ستره اډه وه او په دغه ښار کنټرول ددیرالزو ښار په لور د پوځ پرمختګ او د درې (۳)کلنې کلابندۍ ماتول اسانوی .
دغه راز دسوریې عسکر بریالی شوی دی چې په ختیځ کښې د رقه په خواوشا کښې غانم کلی ته نږدې سل(۱۰۰) داعش ترهګر ووژنی او دهغوې دیارلس(۱۳) ټانکونه ، نه دیرش(۳۹) زغرګاډی او نهه (۹) هوانونه له مینځه یوسی .
دسورې پوځیان دلبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله په مرستې سره په تیرو څو میاشتو کښې توانیدلی دی ترهګرو ته سخت ګوزارونه ورکړی .