صهیونیسټو پوځیانو بیګا بیا ګڼ فلسطینیان ژوبل کړل
Sep 02, 2017 03:22 Asia/Kabul
پر فلسطینیانو د قدس د نیواکګر رژیم د پوځیانو په بیګانۍ حمله کښې یوشمیر کسان زخمي شول.
د ایرنا د خبر له مخې اسرائیلي پوځیانو د لویدیځې غاړې د اوسیدونکو فلسطینیانو هغه مظاهرې وځپلې چې د صهیونیسټي رژيم له غیرقانوني ښارګي جوړونې سره په مخالفت کښې روانې وې.
په مظاهرو کښې جوړ شوي دغه اخ و ډب کښې یوشمیر فلسطینیان ونیوی شول او د یو څلوارلس کلن ځلمي په شمول ځیني نور ژوبل شول.
صهیونیسټ رژیم تل د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته په بې پامۍ سره د صهیونیسټ میشتو ښارګیو جوړونې ته دوام ورکوي او په دې لړ کښې ورسره امریکا پوره پوره مرسته او ملاتړ کوي.
دغه ټول ښارګوټي د نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني دي.
ټیګونه