د دیرالزور محاصره ماته شوه
د سوریې د پوځي ځواکونو لومړۍ ډله د سوریې د داعش ډلې له خوا په ختیځ کې د دیرالزور د درې کلنې محاصرې په ماتولو سره دغه ښار ته ورننوتل.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د سوریې میداني سرچینو پرون وویلی د سوریې د پوځ مخکښ یونټونه د دیرالزور ښار د کلابندۍ په ماتولو سره دغه ښار ته ورننوتل.
د سوریې پوځیانو چې په پوځي ګاډو کې سپاره وو له لوډ سپیکرو په استفادې سره دد غه ښار خلکو ته د دیرالزور ښار د محاصرې د ماتیدو خبر ورکړ.
په دیر الزور کې د سوریې د پوځیانو له پرمختګ سره په یو وخت داعش تکفیري ترهه ګرې ډلې د دغه ښار ځینې محلې په هاوانونو وویشتلې چې له امله یې یو شمیر ملکي کسان ووژل شول.
د سوریې پوځ له دې مخکې دیروالزور په جنوب لویدیځ کې شولا ښارګی د داعش له نیواکه ازاد کړی و.
دیرالزور تیلي ښار له دوه زره څوارلسم کاله تر اوسه د داعش ترهه ګرې ډلې په کلابندۍ کې و او د دغه ښار خلکو ته مرستې یوازې له هوایي لارې رسیدلې.