روسیه اوعربستان د یوې واحدې سورئې ملاتړ کوی
لاؤروف همداراز فارس خلیج دحوزې دځینو عربو هیوادونو دبحران دحل په باب هم ووئیل ، روسیه په دغې شخړې کې له ټولو ښکیلو لورو غوښتی دی څو دخپلو مسئلو دحل لپاره دې نیغ په نیغه خبرواترو ته مخه کړی .
دلبنان المیادین ټیلیویژنی چینل راپورورکړ د روسیې خارجه وزیرسرګئ لاؤروف نن په جده کې د سعودی عربستان له خارجه وزیر عادل الجبیر سره په ګډ خبری کنفرانس کې ووئیل روسیه دسورئې دشخړې دحل لپاره د دغه هیواد دمخالفانو ترمینځ دګډ پلاوی دجوړیدا په ضرورت ټینګار لری .
لاؤروف همداراز فارس خلیج دحوزې دځینو عربو هیوادونو دبحران دحل په باب هم ووئیل ، روسیه په دغې شخړې کې له ټولو ښکیلو لورو غوښتی دی څو دخپلو مسئلو دحل لپاره دې نیغ په نیغه خبرواترو ته مخه کړی .
دعربستان خارجه وزیر عادل الجبیر هم په دغه ګډ خبری کنفرانس کې کې ووئیل روسیه اوعربتسان دمتحده سورئې څخه ملاتړ کوی او ریاض تل دسورئې دمځکنۍ بشپړتیا د ساتنې په باب پخپلو دریځونو ټینګار کړی دی . الجبیر زیاته کړې ، عربستان په سورئې کې دسیاسی بهیر دپیلیدو غوښتونکی دی او دیمن دشخړې په حل کې دروسیې له دریځونو هم هرکلی کوی .
دسعودی عربستان خارجه وزیر همداراز د دغه هیواد او قطر دشخړې په باب هم ووئیل ترڅو چې قطر دعربستان غوښتنو ته ځواب ورنکړی ، د هغو په وړاندې به دعربستان اوسنۍ دریځ هماغه راز دوام وکړی .
د روسیې خارجه وزیر بیګا عربستان ته په سفر تللی او دجدې ښآر په ملک عبدالعزیز هوائی ډګر کې ئې دعربستان خارجه وزیر تود هرکلی کړی دی هغه دغه راز د عربستان له پاچا سره هم لیده کاته کړی اوټاکل شوې وه چې نن شپه اردن ته لاړ شی .