سعودی او انډیوالان یې د ملګرو ملتو په تور لېسټ کښې
رپوټونه د یمن د ماشومانو د قتل عام په وجه په تور لېسټ کښې د سعودی په مشرۍ د عربی ائتلاف د ځاے کولو په اړه د ملګرو ملتو د اقدام ښودنه کوی.
د روئیټر د رپوټ له مخې ملګرو ملتو پرون د یو رپوټ په مسوده کښې اعلان وکړ، د یمن د ماشومانو په مرګ ژوبله کښې د سعودی په مشرۍ د عربی ائتلاف اقدامات د ملګرو ملتو په تور لېسټ کښې د دغه ائتلاف د درجېدو سبب شو، په دا ډول چې د اته دېرو پېښو په څېړل کېدو سره معلومه شوه چې په 2016 کال کښې په ښونځیو او روغتونونو باندې د عربی ائتلاف د هوائی حملو له کبله شپږ سوه درې اتیا ماشومان مړۀ او ژوبل شوی دی
سعودی عربستان او ځینو نورو عربو هیوادونو د اسرائیلو، امریکې او برطانیې په ملاتړ او حکم سره د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې د یمن دخلقوپه خلاف حملې شروع کړې چې اوس هم دوام لری او په دغو حملو کښې د ګڼ شمېر ماشومانو په شمول په زرګونو کسان مړه او ژوبل شوی او د هیواد روغتونونه ، ښوونځی ، بیخ بنایی تاسیستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوی او په میلینونو یمنیان کډا په سر شوی دی .