امریکایی ایتلاف بیا په سوریه کې ملکي کسان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i57469-امریکایی_ایتلاف_بیا_په_سوریه_کې_ملکي_کسان_ووژل
 د سوریې په شمال ختیځ کې د داعش ترهه ګرو ډلې  او امریکایی ایتلاف د جنګي الوتکو په حملو کې  د دغه هیواد یو شمیر ښاریز مړه او ژوبل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 06, 2017 17:14 Asia/Kabul
  • امریکایی ایتلاف بیا   په سوریه کې ملکي کسان ووژل

 د سوریې په شمال ختیځ کې د داعش ترهه ګرو ډلې  او امریکایی ایتلاف د جنګي الوتکو په حملو کې  د دغه هیواد یو شمیر ښاریز مړه او ژوبل شول.

 

د العالم چینل د راپور هل مخې نن   د سوریې د شمال ختیځ په رقه ښار کې د داعش په خلاف  د امریکایی ایتلاف  په نویو حملو کې   د یوې کورنۍ اته کسان منجمله پینځه ماشومان ووژل شول.

په عین حال کې  د دیرالزور په  حی القصور سیمه کې  د داعش ډلې له خوا د هاوان په برید کې  یو شمیر ملکي کسان مړه شول ، او خبرونه وایي چې د مړو  شمیر نور هم زیات شوی دی.

 د امریکا تش په نامه داعش ضد ایتلاف  په تیره میاشته کې  ۱۰۴ ملکي سوریاوال  منجمله دیرش ماشومان  د رقه ښار په لویدیځ کې  وژلې دي.

امریکا او د هغې یو شمیر هم تړونو هیوادونو د دوه زره څوارلسم کال له اګسته  د داعش له ترهه ګرې ډلې سره د مقابلې په پلمه  د ملګرو ملتو له چوکاټه بهر او د سوریې له دولت سره له هماهنګۍ پرته  پوځی  ایتلاف جوړ کړی دی.