د سوریې پوځ المیادین ښار ته ننوت
Oct 06, 2017 18:00 Asia/Kabul
د سوریې د دولت مخالفانو د سوریې په ختیځ کې د داعش ترهه ګرې ډلې یوې مهمې اډې المیادین ښار ته د سوریې د پوځ د ننوتلو خبر ورکړ.
د العالم چینل د راپور له مخې د سوریې د دولت د بهرمیشته مخالفانو پورې تړلې د سوریې د بشري حقوقو د څار کمیټې اعتراف وکړ: د سوریې پوځ دداعش مهمې اډې المیادین ښار ته داخل شوی دی.
د سورې پوځ د دغه هیواد په ختیځ کې د خپلو پرمختګونو په دوام کې پرون په دیر الزور کې د داعش ترهه ګرو یو مهم او خطرناک مرکز پینځه کلومټیرۍ ته رسیدلی و.
د سوريې ځواکونو په دغه سیمه کې د داعش له ترهه ګرو سره له سختو نښتو وروسته وکړی شول د دیرالزور نړیوال سړک ځینې برخې ونیسي او ترهه ګرو ته د سر او مال درانه تاوانونه واړوي.
ټیګونه