دمشق کښې د دریو ترهګرو حملې شنډې شوې
Oct 11, 2017 18:33 Asia/Kabul
د سوریې رسنیو په دمشق کښې د پولیسو د قومندانۍ مرکز ته څیرمه د ترهګرې حملې خبر ورکړی.
د مهر خبري آژانس د خبر له مخې د سوریې ټیلیویژن رپورټ ورکړی چې د دمشق د پولیسو د قومندې ساتونکي ځواکونه نن په خالد بن ولید سړک باندې له هغو ترهګرو سره ښکیل شول چې پر دغه مرکز یې د نفوذ نیت درلود، او په نښته کښې دوه ترهګر مجبور شول چې خپل چاودونکي توګه د پولیسو مرکز ته له رسیدو مخکښې وچاودوي.
د سوریې پولیسو دریم ځانمرګی بریدګر هم وپیژنده او کلابند یې کړ او هغه هم مجبوراً ځان وچاودوه.
خبري سرچینو ویلي چې د دمشق په دغو ترهګرو چاودنو کښې تراوسه له ترهګرو نه علاوه یو تن وژل شوی او شپږ ژوبل شوي دي.
ټیګونه