د سوریې المیادین ښار له داعشیانو آزاد شو
Oct 14, 2017 18:20 Asia/Kabul
د سوریې ټي وي چینل خبر ورکړی چې د دغه هیواد او د انډیوالو هیوادونو پوځونو یې نن د دیرالزور ولایت په سویل ختیځ کښې المیادین ښار له ترهګرو بیرته وینوه.
د سوریې ځواکونه په دې تیرو دوو ورځو کښې توانیدلي وو چې المیادین ښار کلابند کړي او له شمالي او جنوبي اړخه داعش ته د مرستې رسیدو لارې بندې کړي او داعشي ترهګرو د پوځي مرستو د بندیدو وروسته د فرات سیند له لارې تیښته غوره کړه.
د سوریې یوې پوځي سرچینې هم ویلي چې د دغه هیواد انجنئیري یونټونه په یاد ښار کښې د هغو بمونو، چاودیدونکو توکو او ماینونو په پاکولو او شنډولو لګیا دي چې ترهګرو د المیادین ښار په سړکونو او چوکونو کښې ښخ کړي دي.
ټیګونه