ترکیه دې دسورئې له ادلبه خپل عسکر وباسی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i58103-ترکیه_دې_دسورئې_له_ادلبه_خپل_عسکر_وباسی
دترکیې دغه اقدام نه یوازې د آستانې په غونډې کې د ضمانت کونکو هیوادونو له موافقې سره هیڅ ارتباط نه لری ، بلکې له دغو موافقو سره په تضاد کې او هم د دغو موافقو دخلاف ورزۍ په معنا دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 15, 2017 03:10 Asia/Kabul
  • ترکیه دې دسورئې له ادلبه خپل عسکر وباسی

دترکیې دغه اقدام نه یوازې د آستانې په غونډې کې د ضمانت کونکو هیوادونو له موافقې سره هیڅ ارتباط نه لری ، بلکې له دغو موافقو سره په تضاد کې او هم د دغو موافقو دخلاف ورزۍ په معنا دی .

 دسورئې سانا رسمی خبری  آژانس را پور  ورکړی ،  دسورئې خارجه وزارت  پرون مازدیګر  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ،    ادلب  ته دترکیې دپوځی ځواک  ورتلل محکوموی  او  دا   د سورئې  دملی حاکمیّت  ښکاره خلاف ورزی ګڼی .

 په دغې اعلامیې کې  وئیل شوی دی ، دترکیې  دغه اقدام   نه یوازې  د آستانې  په غونډې کې  د ضمانت کونکو هیوادونو   له موافقې سره هیڅ ارتباط نه لری ، بلکې  له دغو موافقو  سره  په تضاد کې او  هم د دغو موافقو دخلاف ورزۍ په معنا   دی   .

 دسورئې  خارجه وزارت  دترکیې له پوځی ځواکه غوښتی دی ،  زرترزره دې د سورئې له خاورې ووځی ،ځکه چې    دهغوی ورتلل  دسورئې  په  حاکمیّت ښکاره تیری دی  اوترکیه ئې هیڅ توجیه   نشی ورکولی . 

 داپه  داسې حال کې دی چې  د قزاقستان په آستانې کې  دایران ،روسیې اوترکیې  داستازو، دسورئې دحکومتی اومخالفو  استازو اودغه راز د سورئې په چارو کې د ملګروملتو دځانګړی استازی ډی میستورا   په شتون سره  په موافقې  کې    دسورئې په ادلب ولایت کې د  یوې کرارې سیمې په رامینځةکولو سره   پخلاشوی وو .  دسورئې خارجه وزارت په کرتو وئیلی دی ،   دسورئې  په خاورې کې د ترکیې پوځی شتون  غیر قانونی دی .