په یمن د سعودی بمبارۍ او د خلقو وژله دوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i58777-په_یمن_د_سعودی_بمبارۍ_او_د_خلقو_وژله_دوام_لری
د یمن د پائېتخت صنعا د جنوب په بلادالروس سیمه باندې دسعودی جنګی الوتکو په بمباریو کښې اته تنه ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 01, 2017 02:04 Asia/Kabul
  • په یمن د سعودی بمبارۍ او د خلقو وژله دوام لری

د یمن د پائېتخت صنعا د جنوب په بلادالروس سیمه باندې دسعودی جنګی الوتکو په بمباریو کښې اته تنه ووژل شول.

د المیادین د رپوټ له مخې په دغو حملو کښې چې پرون مازیګر وشوې پینځویشت نور یمنیان هم ژوبل شول.

د یمن د فوځ یوې سرچینې وویل: د دغه هېواد فوځی او ولسی ځواکونو د سعودی د تیری ګرو حملو په ځواب کښې د دغه هېواد د جنوب لویدیځ د تعز صوبې په جبل هان سیمه کښې اتلس سعودی تالی څټی هلاک کړل او په لسګونو نور ژوبل کړل.

د یمنی سرچینو د وېنا له مخې همدارنګ د همدغې صوبې په الکدحه کښې د سعودی تالی څټو په سنګرو نو باندې د یمن د فوځی او ولسی ځواکونو په حمله کښې هم یو شمېر تالی څټی په هلاکت ورسېدل.

د یمن د فوځ یوې سرچینې  وویل: د تعز صوبې جبل القوز سیمه په کامله توګه د سعودی ګوډاګیو له وجوده پاکه شوې او د هغوی یو شمیر اسیران شول.

همدارنګ د یمن د مارب په وادی نمله سیمه کښې د سعودی تالی څټو یو فوځی ګاډے د یمن د فوځی او ولسی ځواکونو په حمله کښې تباه شو او پکښې څوارۀ  کسان هلاک شول.

سعودی عرب  د امر یکې، لو ید یځو هېوادونو او د ر یاض د عربو انډیوالو هېوادونو په ملاتړ سره د 2015 کال له مارچ څخه ه یمن باندې د فوځی تیری او د دغه هېواد د زمکنۍ، سمندری او هوائی محاصرې اقدام کړے دے.دغه فوځی تیری تر اوسه له دیارلسو زرو نه د زیاتو یمنیانو له وژل کېدو په لسګونو زرو زخمی کېدو، د میلینونو یمنیانو له مهاجرېدو او د دغه هېواد د مراکزو او ودانیو له و یجاړېدو نه بغېر څه نتیجه نه ده لرلې.