په یمن د سعودی بمبارۍ او د خلقو وژله دوام لری
د یمن د پائېتخت صنعا د جنوب په بلادالروس سیمه باندې دسعودی جنګی الوتکو په بمباریو کښې اته تنه ووژل شول.
د المیادین د رپوټ له مخې په دغو حملو کښې چې پرون مازیګر وشوې پینځویشت نور یمنیان هم ژوبل شول.
د یمن د فوځ یوې سرچینې وویل: د دغه هېواد فوځی او ولسی ځواکونو د سعودی د تیری ګرو حملو په ځواب کښې د دغه هېواد د جنوب لویدیځ د تعز صوبې په جبل هان سیمه کښې اتلس سعودی تالی څټی هلاک کړل او په لسګونو نور ژوبل کړل.
د یمنی سرچینو د وېنا له مخې همدارنګ د همدغې صوبې په الکدحه کښې د سعودی تالی څټو په سنګرو نو باندې د یمن د فوځی او ولسی ځواکونو په حمله کښې هم یو شمېر تالی څټی په هلاکت ورسېدل.
د یمن د فوځ یوې سرچینې وویل: د تعز صوبې جبل القوز سیمه په کامله توګه د سعودی ګوډاګیو له وجوده پاکه شوې او د هغوی یو شمیر اسیران شول.
همدارنګ د یمن د مارب په وادی نمله سیمه کښې د سعودی تالی څټو یو فوځی ګاډے د یمن د فوځی او ولسی ځواکونو په حمله کښې تباه شو او پکښې څوارۀ کسان هلاک شول.
سعودی عرب د امر یکې، لو ید یځو هېوادونو او د ر یاض د عربو انډیوالو هېوادونو په ملاتړ سره د 2015 کال له مارچ څخه ه یمن باندې د فوځی تیری او د دغه هېواد د زمکنۍ، سمندری او هوائی محاصرې اقدام کړے دے.دغه فوځی تیری تر اوسه له دیارلسو زرو نه د زیاتو یمنیانو له وژل کېدو په لسګونو زرو زخمی کېدو، د میلینونو یمنیانو له مهاجرېدو او د دغه هېواد د مراکزو او ودانیو له و یجاړېدو نه بغېر څه نتیجه نه ده لرلې.