حزب الله په غزه کښې د صهیونیسټانو جنایتونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i58782-حزب_الله_په_غزه_کښې_د_صهیونیسټانو_جنایتونه_وغندل
د لبنان حزب ا... په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم جنایتکارانه حمله وغندله چې پکښې څو فلسطینیان شهیدان شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 01, 2017 07:13 Asia/Kabul
  • حزب الله په غزه کښې د صهیونیسټانو جنایتونه وغندل

د لبنان حزب ا... په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم جنایتکارانه حمله وغندله چې پکښې څو فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د ایرنا د خبر له مخې د لبنان حزب ا... غورځنګ پرون په یوه خبرپاڼه کښې په غزې باندې د صهیونیسټي رژیم نوې حمله د صهیونیسټي رژيم د جنایتکارانه سیاست دوام وباله او ټینګار یې وکړ چې پر دغې تړانګې د اسرائیلو نوی تیری د اسرائیلو رژیم د وخشیانه خوي بیانونکی دی خو بیا هم ځیني هڅه کوي چې دا رژیم عربانو ملګری معرفي کړي.

حزب ا... ټینګار وکړ چې د صهیونیسټي رژیم دا ډول حملې به د مقاومت ډلې د فلسطیني ټاټوبي تر آزادۍ پورې د صهیونیسټي رژیم په وړاندې د مجاهدت او د فلسطینیانو د ملاتړ د لارې له دوامه هیڅکله ونه غړوي.

د لبنان د حزب ا... په خبرپاڼه کښې راغلي دي چې په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو رژیم جنایتونه د امریکې په ملاتړونو او په نړیوالې چپتیا سره ترسره کیږي او دا ملاتړ د غزې تړانګې په کلابندۍ کښې له نیواکګرو سره ملګرتیا ده.

حزب ا... همداشان له صهیونیسټي رژيم سره په مقابله کښې چې د امریکې له ملاتړه برخور دي، د فلسطین له خلکو، حماس غورځنګ او د فلسطین له اسلامي جهاد غورځنګ سره پر خپل بشپړ پیوستون ټینګار وکړ.