حماس د بالفور بیانیه وغندله
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) ټینګار وکړ چې د (بالفور بیانیه) د انسانیت لپاره یوه ماتې او د پيړۍ ستره غلطي وه چې د تاریخ د تحریفولو، د کلتور د بدلولو او د فلسطیني ښاریزو د نابودۍ کوشش یې کړی دی.
حماس غورځنګ پرون په یوه خبرپاڼه کښې څرګنده کړه چې انګلستان د موجودیت، کلتور او تاریخ د یو لرونکي ولس خلاف ډیر ستر تاریخي جنایت ترسره کړ او نن سبا باید خپله غلطي جبیره کړي او د فلسطیني ولس حقوق ورستانه کړي.
حماس په دغه بیانیه کښې خپل تاریخي ټاټوبي ته د ګډوالو د ستنولو، هغوي ته د ګرمه یا تاوان ورکولو او د آزادۍ او خپلواکۍ په لړ کښې د هغوي له حق څخه د دفاع له لارې د فلسطین له ولسه په عملي توګه د بخښنه غوښتنې غوښتونکی شو.
د حماس په خبرپاڼه کښې راغلي چې چې د بالفور بیانیې د صادریدو د سل کلنې کلیزې د مراسمو له ترسره کیدو د انګلستان د وزیراعظمې ټریزا می ملاتړ د فلسطین د ولس حقوقو ته د بې پامۍ دوام او د دغه ولس خلاف ترسره شویو جنایتونو او ظلمونو څخه ملاتړ او د هغوي د کړاونو زیاتول دي.
د بالفور بیانیه د هغه سند نوم دی چې د ۱۹۱۷ کال د نومبر په دویمه نیټه د بریتانیا د هغه وخت د خارجه وزیر آرتر جیمز بالفور لخوا صادر شو او له مخې یې انګلستان او همداشان د صهیونیزم د نړیوال غورځنګ مشرانو او په بریتانیا او اروپا کښې د هغوي استازو ژمنه وکړه چې د فلسطین په ټاټوبي کښې د اسرائیلي رژيم د جوړولو ملاتړ وکړي.