اسرائیل سرطاني غده ده او باید له مینځه لاړه شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i58793-اسرائیل_سرطاني_غده_ده_او_باید_له_مینځه_لاړه_شي
اسرائیل سرطاني غده ده او باید له مینځه لاړه شي او اسرائیلیان له مسلمانانو زیات د خپل زوال په جوتوالي باوري دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 01, 2017 10:40 Asia/Kabul
  • اسرائیل سرطاني غده ده او باید له مینځه لاړه شي

اسرائیل سرطاني غده ده او باید له مینځه لاړه شي او اسرائیلیان له مسلمانانو زیات د خپل زوال په جوتوالي باوري دي.

په لبنان کښې د مقاومت د علماو د نړیوالې اتحادیې عمومي منشي وویل: اسرائیل سرطاني غده ده او باید له مینځه لاړه شي او اسرائیلیان له مسلمانانو زیات د خپل زوال په جوتوالي باوري دي.

شیخ ماهر حمود نن په بیروت کښې د مقاومت د علماو د نړیوالې اتحادیې په دویم نړیوال کانفرنس کښې څرګنده کړه: د اسرائیلو په وړاندې بریالیتوب، له پوځونو او تجهیزاتو زیات د مسلمانانو هوډ او ارادې ته ضرورت لري.

هغه د مقاومت انتخاب ته د ګروهنې او د فلسطین مسئلې ته په د پاملرنې په پیاوړتیا کښې د ټولنې د علماو او پوهانو بې مثاله رول باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: د بالفور اعلامیه یوه داسیې دسیسه وه چې اسلامي امت یې په نښه کړی او د هغه کلتور او فرهنګ یې خراب کړی دی.

شیخ ماهر حمود څرګنده کړه: لکه څنګه چې مقاومت په لبنان او غزې تړانګه کښې بریالی شو، د مقاومت خلاف ټولې دسیسې به هم ماتې وخوري، مقاومت ترهګري یا دسیسه نه ده او ولسونه به همدغه شان د مقاومت ملاتړ وکړي.