لاریجانی: ریاض ترهه ګرې ډلې د ایران په خلاف لمسوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i58844-لاریجانی_ریاض_ترهه_ګرې_ډلې_د_ایران_په_خلاف_لمسوی
د ایران د اسلامی شورا د جرګې مشر له ایران سره د دښمنۍ لپاره د صهیونېسټ رژیم او سعودی په ملګرتیا باندې په تاکید سره وویل: ریاض په سیمه کښې ترهه ګرې او انقلاب ضده ډلې د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف لمسوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2017 14:20 Asia/Kabul
  • لاریجانی: ریاض ترهه ګرې ډلې د ایران په خلاف لمسوی

د ایران د اسلامی شورا د جرګې مشر له ایران سره د دښمنۍ لپاره د صهیونېسټ رژیم او سعودی په ملګرتیا باندې په تاکید سره وویل: ریاض په سیمه کښې ترهه ګرې او انقلاب ضده ډلې د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف لمسوی.

د خانه ملت خبری اژانس د رپوټ له مخې ډاکټر علی لاریجانی نن په قم کښې د ایران او د مقاومت د محور د فعالیتونو په با ره کښې د صهیونېسټ رژیم او سعودی اندېښنو ته په اشارې سره وویل: تل ابیب او ریاض په وروستیو کلونو کښې په  نړیوالو او سیمه ایزو مسائلو کښې د ایران په خلاف جدی اقدامات ترسره کړی دی.

لاریجانی همدارنګ د برجام د اجرا په چلند کښې د واشنګټن د غلیمانه اقداماتو په باره کښې تاکید وکړ، د امریکې او د هغې د اروپائی انډیوالانو ترمېنځ د ایران د اېټمی مسئلې په اړه درز رامنځته شوے دے.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ تل د برجام د نورو خواو د دریځونو په اپوټه ویلی دی چې برجام یوه وحشتناکه موافقه ده.